شمشاد راډيو

شمشاد راډیو د هېواد په کچه لومړنۍ ښوونیزه،روزنیزه،تفریحي او خبري راډيو ده چې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې په ځانګړې توګه په لرو پرتو سیمو کې چې د ژوندانه اسانتیاوې په کې ډېرې کمې دي او اوسیدونکي يې د برېښنا په شمول د تعلیمي ، روغتیايي، او ګڼو نورو اسانتیاو څخه بې برخې دي دا زمینه مساعدوي چې د رښتیني افغاني کلتور د پېژندنې ترڅنګ،د اسلام پوهنې،د هېواد د روانو حالاتو،سیمه ایزې حکومت دارۍ،د ښوونې روزنې،سوداګریزو او کرنیزو مسايلو او ورځينو پېښو څخه ځان خبر کړي.
شمشاد ایف ایم د خپلو ژونديو خپرونو له لیارې خپلو اورېدونکو ته دا موقع برابروي ترڅو دوی خپلې غوښتنې،اندېښنې او ستونزې د ټولنې د نورو وګړو سربېره،دولتي چارواکو روغتیا پالانو،ټولنپوهانو،د بېلابیلو بنسټونو مشرانو اوسوداګرو ته ورسوي.
دا راډيو دولتي چارواکو او مسولینو ته هم دا زمینه مساعدوي ترڅو د هېوادوالو له غوښتنو،اندېښنو او ستونزو څخه ځان خبرکړي او د حواري په موخه يې اقدامات وکړي.
همداشان شمشاد راډیو د لنډو څپو،سپوږمکۍ او انټرنیټ له لارې د نړۍ هرګوټ ته خپل اواز رسوي او د يو لړ کورنیو او بهرنیو مسایلو ترڅنګ خپلو اورېدونکو ته د رښتیني افغاني کلتور په اړه معلومات ورکوي.
شمشاد راډيو واوری او د ژوند لوری مو بدل کړی.
شمشاد ستاسو اعتماد
(103,5FM) (92,6FM)( 92,1FM)
انټرنیټي پته:  WWW.SHAMSHADFM.COM/LIVE