شمشاد اف ام خپرونې

 

جمعه او ډالۍ

تفریحي
د نشر وخت : جمعه مازیګر پنځه بجې په ژوندۍ بڼه نشریږي .
خپرونه کې اوریدونکې د ټلیفون پر کرښه برخه او اخلي؛ ټوکې ټکالې کوي او جمعې د ورځې د چکر او تفریح په اړه خبرې کوي .
چلونکي : همکاران

 

ستاسې ستونزې

ټولنیزه او انتقادي خپرونه
د نشر وخت : هر پنجشنبه مازیګر څلور بجې په ژوندۍ بڼه نشریږي .
په دغه خپرونه کې اوریدونکې د خپلو سیمو د ستونزو په اړه د راډيو له طریقه له چارواکو او اړوند مسوولینو نه د شکایت په موخه خبر داري ورکوي .
د ستونزو په اړه له اړوندو چارواکو سره بیا د شمشاد ټلویزیون خبریال خبرې کوي تر څو د حل لاره ورته پیدا کړي .
کله ناکله د شمشاد د ولایتي خبریال سره هم د موضوع اړوند خبرې کیږي .

   

ریښتینی ژوند

اسلامي خپرونه
د نشر وخت : له شنبې تر پنجشنبې ماسختن اته نیمې بجې او سهار شپږ بجې یې اوریدلی شئ .
په دغه خپرونه کې مولوي صاحب محمد اسحاق نظامي له دینې اړخه خلکو ته د ژوند کولو پر طریقو خبرې کوي .
انساني ارزښت؛ د یوبل احترام؛ د خلکو حقوق د اسلام له نظره د دغې خپرونې مهمې برخې دي .
جوړونکی : مولوي صاحب محمد اسحاق نظامي

 

ګام په ګام

جمعې د ورځې ځانګړې تفریحې خپرونه
د نشر وخت : هره جمعه د سهار له اتو بجو څخه تر لسو بجو پورې په ژوندۍ بڼه نشریږي .
په دغه خپرونه کې اوریدونکې د ټلیفون پر کرښه اړیکې نیسې او د تیرې اونۍ جالبې کیسې او خبرې له اوریدونکو سره شریکوي .
تر ډیره کوشش کیږي چې د خپلو مثبتو کارونو په اړه معلومات ورکړي .
د فیسبوک له لارې هم د شمشاد راډيو مینه وال خپلې کیسې په کمینټ کې پریږدي.
وړاندې کوونکی : خیبر الکوزی

   

دوهــــــــه

تفریحي او طنزیه خپرونه
د نشر وخت : هره دوشنبه دشپې پر نهو بجو په ژوندۍ بڼه نشریږي

په دغه خپرونه کې کوربانه کوشش کوي چې د پخوانیو مجلسونو او حجرو د ناستې  یاد راتازه کړي .
اوریدنکې د ټلیفون پر کرښه برخه اخلي ټوکې؛ شعرونه او جالبې خاطرې شریکوي .
کله کله خاص میلمه هم په خپرونه کې وي
وړاندې کوونکي : اظهار خوشحال صابر ملنګ او حضرت شاه

 

لرلید

سیاسي خپرونه
د نشر وخت : هره پنجشنبه ماسپښین درې بجې په ژوندۍ بڼه

په دغه خپرونه کې یوه سیاسي موضوع ټاکل کیږي له دوه یا درې شنونکو سره پرې بحث کیږي .
وړاندې کونکی : روح الله علیزی

   

لونګین

روزنیزه او تفریحي خپرونه
د نشر وخت : هره شنبه؛ یکشنبه؛دوشنبه؛ سه شنبه ؛او پنجشنبه د مازیګر په پنځو بجو په ژوندۍ بڼه
په خپرونه کې اوریدونکې د ټلیفون پر کرښه برخه اخلي؛ له لسو شمیرو یوه شمیره ټاکي په هره شمیره کې ځانګړې پوښتنه ده هر اوریدنکې چې پوښتنه سمه ځواب کړه د هغه په خوښه سندره نشریږي .
وړاندې کوونکی : خیبر الکوزی

 

زه او ته

تفریحي خپرونه
د نشر وخت : هره شنبه؛ سه شنبه او چهار شنبه د ماسپښن پر دوه بجو په ژوندۍ بڼه .

په خپرونه کې د اوریدونکو په خوښه سندرې نشریږي خو شرط دادي چې هر اوریدونکی بایدو له ځان سره یوه ښه ډالۍ نورو اوریدونکو ته ولري؛ له هرو درې اوریدونکو ورسته یوه سندره نشریږي .
وړاندې کوونکی : خیبر الکوزی .

   

کرکټر

طنزیه خپرونه
د نشر وخت : هر چهار شنبه د ماسپښن په دوه بجو په ژوندۍ بڼه

ددې خپروني ټوله برخه له خندا او ښکلو ډایلوګونو سره ملګرې ده !
اوریدونکئ ټلیفون کوي ، ویاندویان او اوریدونکي په خپل منځ کي له ځانو کرکټرونه جوړوي او ډا یلوګونه وایي.
وړاندې کوونکي : مختار عمري او حسینه ذهبي

 

نـــــــــاول

نشر وخت: له شنبې تر پنج شنبې د ماسختن په اته بجو او دیرش دقیقو په ثبتي بڼه نشریږي .
په دغه خپرونه کې د هغه ناولونه لوستل کیږي چې د ټولنې خلکو ته د کیسې په شکل یو ښه پیغام وي .
مګر ددې ناول لوستل د نورو ناول لوستونکو سره فرق لري؛ دلته ناول د کرکټر په شکل لوستل کیږي یعنې هر کرکټر ځاتنه لوبغاړي لري .
وړاندې کوونکی : عزیز سرروضوال

   

څاڅکي

ادبي خپرونه
نشر وخت: هره چهار شبنه مازدیګر ۴:۰۰ بجې په ژوندۍ بڼه

دغه خپرونه کې یوازي د شعر پر یو فورم باندي نه راګرزي بلکي ټپه ، ټپیزه ، نظم؛ لنډکۍ شعر او کاکړۍ غاړه د کوربه او اوریدونکو لخوا ویل کیږي او خبرې پرې کیږي.
وړاندې کوونکی : عزیز سرروضوال

 

پلوشه

ادبي اونیزه خپرونه
نشر وخت: هره یکشنبه ماسختن په نهو بجو

له نارینه او ښځینه  شاعرانو سره د هغوۍ پر ژوند شعرونو؛ لیکنو او چاپ شوو کتابونو باندې په ارزښت تخنیکي اړخونه څیړل کیږي.
وړاندې کوونکې : لیمه هوتک

   

شمشاد ستوری

ښوونیزه او روزنیزه خپرونه
نشر وخت: له شنبې تر چهار شنبې ماسپښین درې بجې په ژوندۍ بڼه
اوریدونکې د ټیلفون پر کرښه برخه اخلي د هرې پوښتنې په ځواب ویلو سره اوریدونکې ته پنځوس افغانۍ کریدت ورځي .
په ټوله کې پنځه پوښتې کیږي هر اوریدونکې چې پنځه پوښتنې ځواب کړې دد پیسو ترڅنګ شمشاد ستورې لقب هم ورکول کیږي .
وړاندې کوونکې : لیمه هوتک

 

سینګارتون

نشر وخت: هره سه شنبه د شپې ۹:۳۰ بجې
نجوني سنګار کوي او د سینګار لپاره یا سینګارتون ته ځي او یا هم په کور کي له مختلیفو سینګار موادو څخه کار اخلي.
دلته د سینګار پر ډول او موادو کارولو باندي له ډاکټرانو او سینګار جوړونکو سره خبري کیږي .
وړاندې کوونکې : شګوفه اسحاقزۍ

   

اغزني لاري

ټولنیزه خپرونه
نشر وخت: هره سه شنبه د شپې په (۹:۰۰) نهو بجو ثبتي
له هغه خلکو سره خبرې کیږي چې پر قاچاقي لارو بهرنیو هیوادونو ته تللي او بیرته راستانه شوي دي
هغه کیسې ترې اورو چې په لاره کې ورسره مخ شوي دي او په علتونو يې خبري کوو، چی ولي ځوانان مرګ ته غاړه ورکوي او خپل وطن پریږدي.
چلوونکی : عبدالله وفي

 

دوکانچه

معلوماتي خپرونه
د نشر وخت: هره پنجشنبه مازیګر پنځه بجې
ددې خپروني ډیره برخه د ماشوم په روزنه د مور او پلار دپاره د ماشوم دروزلو پر طریقو خبري کیږي.
د ماشوم د ذهني جوړښت لپاره له ډاکټرانو او ارواه پوهانو نظریې اخیستل کیږي .
وړاندې کوونکې : شګوفه اسحاقزۍ

   

طوبی

اسلامي خپرونه
نشروخت: هره پنجشنبه ماښام نه بجې او دیرش 9:30 PM دقیقې  
په کورنیو کي د کور او ټولنیز اداب او د کور د نظم په اړه له عالمانو سره په قرآني ایاتونو؛ احادیثو په رڼا کې خبرې کیږي .
د عامه پوهاوي له پاره پر فکري جوړښت او عامه ذهنیت جوړولو کار کیږي او د یوې کورنۍ غړي خپلو مسولیتونو ته متوجه کوي.
چلوونکی : عبدالله وفي
 

 

ارمان

د نشر وخت : هره یکشنبه د شپژ 9 بجې په ثبتي بڼه
ارمان خپرونه نیم ساعت ده او په اونۍ کي یو ځل نشریږي؛ له سیاسي مطرح څیرو سره د هغوئ پر ارمانونو خبري کيږي چي د کار له شروع تر اخیره په کوم ارمان وو چي یا پوره شوی یا تر اوسه د پوره کیدو په تمه لټون کوي.
له ولسمشره نیولې تر ولسواله ددې خپروني میلمانه کیدای شي .
چلونکی : میرویس پوپل
 

   

سلام کلام

نشر وخت : له شنبې تر پنجشنبې د سهار په نهو بجو په ژوندۍ بڼه
خپرونه له دوه برخو جوړه ده  
1 : ګوګل سرچ       2: الفبآ

1 : ګوګل سرچ : ددې برخي وخت نیم ساعت دی چي د افغانستان له بیلابیلو ولایتونو څخه اوریدونکي ټلیفون کوي او د نړۍ او افغانستان د مشاهرو ، ارزښتونو ، ولایتوو ، لویو پوهنتونونو ، د نړۍ د اقتصاد او دولتونو په اړه معلومات غوښتل کیږي
۲: الفبا : ددې موخه د پښتو او ځينې دري لغاتونو ترتیب دی .
وړاندې کوونکي : میرویس پوپل او لیمه هوتک
 

 

د خیال مزل

د شمشاد راډيو ځانګړې ادبي خپرونه
د نشر وخت : د هرې شنبې او چهارشنبې د شپې په نهو بجو په ژوندۍ بڼه نشریږي .
په خپرونه کې د کوربه لخوا په پیل کې یو نظم دیکلومه کیږي او ورپسې اوریدونکي د ټلیفون پر کرښه برخه اخلي او د خپلې خوښې شعر وایې.
په خپرونه کې د اوریدونکو د ادبي ذوق د خړوبولو لپاره یوه یادوه ښه کلام نشریږي .
چلوونکی : اظهارالله خوشحال
 

   

پاڼه پاڼه ژوند

د شمشاد راډيو ټولنیزه خپرونه
د نشر وخت : له شنبې تر چهار شنبې مازیګر په پنځو بجو په ژوندۍ بڼه
په دغه خپرونه کې هره ورځ یوه ټولنیزه موضوع ټاکل کیږي د خپرونې پیل کې د کوربه لخوا د موضوع اړوند معلومات ورکول کیږي .
اوریدنکي د ټلیفون پر کرښه برخه اخلي او د موضوع اړوند خپل نظر شریکوي .
چلوونکی : عمران شاکر

 

بریک شه

د شمشاد راډيو طنزیه او انتقادي خپرونه
د نشرو وخت : هره دوشنبه د ورځې پر دوه بجو په ژوندۍ بڼه نشریږي
په دغه خپرونه کې د کوربنو له خوا ټوکي ویل کیږي او په هره خپرونه کې موضوعات لري چې د طنز له طریقه پر نقد کیږي تر څو د چارواکو فکر ورته واړوي .
وړاندې کوونکي : ریاض احمد شیر او هوسۍ
 

   

Page 1 of 2