شمشاد اف ام خپرونې

نغمه ګر

د شمشاد راډيو ادبي او سندریزه خپرونه
د نشر وخت : هر سه شنبه مازیګر څلور بجې په ژوندۍ بڼه نشریږي .
په دغه خپرونه کې کوربه هره اونۍ یو سندر غاړي راغواړي له هغه سره د هغه په ژوند او هنر خبرې کیږي .
اوریدونکي د ټلیفون پرکرښه برخه اخلي او له میلمه سندرغاړي نه پوښتنې او غوښتنې کوي .
وړاندې کوونکی  : زیارمل اندیښمن

 

بلۍ

د شمشا راډيو ادبي  خپرونه ده
د نشر وخت : هره شنبه؛ یکشنبه او دوشنبه د مازیګر په څلور بجو په ژوندۍ بڼه نشریږي .
په دغه خپرونه کې پښتو لنډۍ د کوربه لخوا ویل کیږي او په لنډیو باندې خبرې کیږي .
اوریدنکي د تلیفون پر کرښه برخه اخلي او او دخپلې خوښې لندې وایې .
وړاندې کوونکی : زیار مل اندیښمن

 

غرمه او دمه

د پخلي خپرونه
د نشر وخت : له شنبې تر پنجشنبې د غرمې په دولسو بجو په ژوندۍ بڼه
خوړو او مهم څیزونو په اړه معلومات اوریدونکو سره شریکوي .
اوریدنکي د ټلیفون د لارې برخه اخلي د یوه خوراک په اړه ګټور معلومات ورکوي او ځینې یې بیا د یو شمیر خوراکونو د پخولو په اړه معلومات ورکوي.
چلوونکې : ځلا صدیقي او لیلا نوري

   

ملهار

د شمشاد راډيو تفریحي او سندریزه خپرونه ده
د نشر وخت : له شنبې تر پنجشنبې د ورځې په یولسو بجو په ژوندۍ بڼه
په دغه خپرونه کې اوریدونکي د ټلیفون پر لیکه برخه اخلي ټوکې ټکالي د ژوند جالبې خاطري او بیا له درې ګروپونو یوه ګروپ ټاکي .
چلوونکې : حسینه ذهبي او شګوفه اسحاقزۍ

 

رنګین سهار

د نشر وخت : له شنبې تر پنجشنبې د سهار په اوه بجو په ژوندۍ بڼه
لومړۍ برخه :
د نن نړۍ ده چې په دغه برخه کې جالب معلومات او له نوې ټکنالوژۍ مو خبروو .
دوهمه برخه :
د نن پوښتنه ده چې هره ورځ یوه ټولنیزه پوښتنه کېږي او دغه پوښتنه د شمشاد راډيو د فیسبوک پاڼه له لارې تاسو سره شریکیږي او بیا تاسې پرې خپل نظر لیکئ .
دریمه برخه :
په دې برخه کې د ژوند پاڼه ده چې زموږ همکار بیرون له یو کس سره د هغه په ژوند؛ کار او په ځينو وختونو کې په يو ټاکلې ټولنیزې موضوع خبرې کیږي .
سینما ورزش له حاله مو هم خبروو .
څلورمه برخه :
د ماسور برخه چې په دې برخه کې د کابل چاپي ورځپاڼو ته کتنه کیږي او د خبرونو په مهمو ټکو له یوه شنونکي سره پرې یحث کیږي .
چلوونکي : اظهار الله خوشحال او شګوفه اسحاقزۍ

   

Page 2 of 2